یو لک شل زره ډالره جائزه وګټئ
سلام خان سلام خان

پاکستان د ۲۰۱۴ کال ترپایه له نړیوالو ځواکونو څخه افغان ځواکونو ته د امنیتي مسوولیتونو د سپارلو په اړه د ناټوله پرېکړې رضایت لري خو د پاکستان حکومت د شرایطو له پام کې ساتلو پرته له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو د وتلو په اړه هم خبرداری ورکړی دی

ناټو همداراز ویلي چې که په افغانستان کې وضعیت په نسبي ډول ښه شي نو دا تړون به په ۲۰۱۴ کال کې په دې هېواد کې خپل پوځي عملیات بند کړي. دا هغه شرط دی چې دپاکستان د بهرنیوچارو وزیر شاه محمود قریشي هم د هغه یادونه کړې ده

قریشي وايلی دی، له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو د وتلو مهال وېش مناسب او سم دی، ځکه چې له عیني شرایطو سره مطابقت لري او له دې سره به افغان ځواکونه په دې وتوانېږي چې د خپل هېواد د امنیتي چارو مسوولیت په غاړه واخلي

په افغانستان کې د ثبات راوستو لپاره د امریکا په هڅو کې د پاکستان ونډې ته د ډېر اهمیت په سترګه کتل کېږي، ځکه د القاعده شبکې او طالبانو د روزنې مرکزونه اکثر په قبایلي سیمو کې دي،به دی خاطر لویديځو هیوادونو پرپاکستان فشار راوستی دی چی دوسله والو ګروپونو دپناه ځایونو دله مینځه وړلو په برخه کی جدی اقدامات وکړی

د پاکستان لویه اندېښنه دا ده چې ښايي له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو له وتلو وروسته تاوتریخوالی او ګډوډي زیاته شي، ځکه چې دا هېواد هم له وسله والو سره په جګړو کې ښکېل دی او هغه اور چی یی غوښتل افغانستان په کی وسوه ځوي اوس خپله پاکستان په کی سو ځول کیږي

په ۱۹۸۹ کال کې له افغانستانه د شوروي ځواکونو د وتلو خاطرې چې وروسته بیا امریکا او لویدیځ افغانستان یوازې پرېښود لاهم د پاکستان په یاد دي، ځکه د افغانستان یوازې پرېښودل په سیمه کې د بې نظمۍ باعث شو.

رحیم الله یوسفزي چې طالبان ډېر ښه پېژني ویلی دی، که ناټو له افغانستانه ووزي او افغان ځواکونه په هېواد کې د امنیت په ټينګولو کې پاتې راشي نو په دې هېواد کې به یوځل بیا داسې کورنۍ جګړه پیل شي چې پر پاکستان به هم ډېره ناوړه اغېزه ولري

خو د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ریچارډـ هولبروک ویلي دي چې په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو پوځي حضور په ۲۰۱۴ کال پای ته نه رسېږي

د فرانس پریس اژانس د راپورپه اساس چی تیره اوونی دشنبی په ورځ په رسنیو کی خپور شوی دي دپاکستان حکومت دهر هغه شخص دپاره یو لک شل زره ډالره(لس میلون) روپی جایزه ټاکلی چی دطالبانو دغړو په باب ورته معلومات ور کړي په همدی ډول دپاکستان د کورونیوچارو وزیر رحمن ملک ددغه خبر په تائيدولو سره زیاته کړه: حکومت به دغه رازهغو کسانو ته چې دطالبانو په باب ورته دپام وړمعلومات ورکړي، د دې هیواد په خوندې ځایونو کې د هستوګنۍ موقع برابره کړي

رحمن ملک چی دسیمی دډیرو سیاسی کار پوهانو په اند او دپاکستان په رسنیو کی دیوه لوی دروغجن لقب ګټلی دې،که دی رښتیاهم دروغجن نه وی دا نغده جایزه دی نوموړی په خپله وګټی تر ټولو اومړی دې خپل جنرال حمید ګل دخپلو اعمالو په جزا ورسوي وروسته له هغه دی دطالبانو په فکر کی شي،لکه ځرنګه چی د ويکي ليکس له خوا په خپرو شويو اسنادو کې راغلي، چې د پاکستان د استخباراتي ادارې (اى اېس اى) پخواني مشر جنرال حميدګل، په افغانستان کې د ځانمرګيو بريدونو حکمونه کول

د ويکي ليکس له خوا په تازه خپرو شويو اسنادو کې، د امريکا د سنا مجلس د بهرنيو اړيکو د کمېسيون د مشر جان کيري له خولې ليکل شوي، چې د افغانستان په ځانمرګيو بريدونو کې کارېدونکي موټر او موټرسايکل له پاکستان څخه لېږدول کېږي.

د تازه خپرو شويو اسنادو د معلوماتو له مخې، د پاکستان استخباراتي اداره (اى اېس اى) په سيمه کې د خپلې واکمنۍ لپاره له ترهګرو ډلو سره نږدې اړيکې لري.

په نويو خپرو شويو اسنادو کې دغه راز ادعا شوې، چې اى اېس اى په ٢٠٠٧ زېږديز کال کې ١٠٠٠ عرادې موټرسايکلونه د ځانمرګيو او نورو بريدونو په موخه افغانستان ته ولېږل.

د ويکي ليکس په دې اسنادو کې دغه راز راغلي، چې د پاکستان د استخباراتي ادارې پخواني مشر جنرال حميدګل، په قبايلي سيمو کې د وسلوالو طالبانو او القاعدې مشرانو سره په پرله پسې توګه کتل او هغوى ته يې په افغانستان کې د ځانمرګيو بريدونو په اړه سپارښتنې کولې.

په اسنادو کې ادعا شوې، چې جنرال حميدګل طالبانو ته ويلي، پر هغو لويو لارو دې ماينونه ځاى پر ځاى کړي، چې افغان ځواکونو پرې تګ راتګ کوي.ویکی لیکس ادعا کړی چیجنرال حمیدګل القاعدی او طالبانو ته دکابل دسوځولو امر کړي وو.

رحمن ملک وایی:که چیري دوی ته سم او کره معلومات ورکړل شي نو دورانکاروطالبانواو دهغودافراطی ملګروپه خلاف به سخت اقدامات وکړي . هغه زیاته کړې د طالبانو زیاتره غړي له جنګوي لښکر او سپاه صحابه ډلګیو سره تړاو لری . دغه دواړه افراطي او پيّلي دلګۍ د پاکستان د سلګونو مسلمانانو د ترور او په عامو او مذهبي ځایونوکې په بم چاودنوتورنې دي اودغه راز ئې دډيرو ترهه ګروعملیاتو پړه هم علنا منلې ده

خبر زیاتوی چۍ پرون  د امریکا حکومت،  دپاکستان درې وسله وال مشران په خپل تور فهرست کې شامل کړل دامریکا دخزانې وزارت وویل دپاکستان دسرزورو وسله والو ډلو درې مشران امان الله افریدي ، مطیع الرحمان او عبدالروف اظهر ټول په فعال ډول په تروریستی فعالیتونو کې بوخت دي،افریدی او رحمان دواړه دلشکر جنګوی ترهګری ډلی مشران دي.

لشکر جنګوي ترهګره ډله له طالبانو او القاعده سره نږدې اړیکې لري او په پاکستان کې د جوماتونو په حملو کې لاس لري دغه راز اظهر دجیش محمد دډلی مشر دي

دامریکا خزانې وزارت وایي چې داظهر دنده په هندوستان کې دځان وژونکو حملو منظمول او په پاکستان کې دترهګرو ته دروزنې دکیمپونو چلول دي

پر لشکر جنګوي او جیش محمد ترهګرو ډلو په پاکستان او امریکا کې بندیز لګیدلی خو دامریکا ځینې مسولان وایي چې پاکستان دسرزورو ترهګرو ډلو پرضد رغنده اقدامات نکوی او دهغو ترهګرو ډلو پرضد چې دهندوستان دګټو پرخلاف کار کوي هیڅ اقدامات نه ترسره کوي

په افغانستان کی د امريکا سفير کارل ايکن بيري دلیزبون تر کنفرانس وروسته په کابل کی يو وارې بيا په ټينگار سره ويلي چې د طالبانو او القاعده پټنځايونه په پاکستان کې دي او په خبره يې تر هغه چې دغه مرکزونه ويجاړ شوي نه وي ، په افغانستان کې به جگړه پاى ته ونه رسېږي

سفير کارل ايکن بيري وويل دوى په دې تړاو له پاکستاني چارواکو سره کار پيل کړى ، خو زياته يې کړه چې دغه موضوع لا هم پاکستاني چارواکو ته د يوه سوال په توگه په خپل ځاى پاتې ده

ښاغلې بېري څرګنده کړه : (( د پاکستان دښمن د افغانستان او امريکا دښمن دى او د طالبانو د مشرانو او القاعدې پناه ځايونه په پاکستان کې دي. تر هغه چې دغه پټنځايونه له منځه نه وي تللي ، په افغانستان کې جگړه زموږ او ستاسو لا ډېرې قربانۍ ته اړتيا لري.))

ده وويل موږ هره ورځ په دې اړه فکر کوو ، موږ له پاکستان سره له مثبتو لارو د دغو پټنځايونو د ويجاړولو په تړاو کار کوو ، خو لا هم دغه موضوع پاکستاني ملگرو ته يو سوال دى او د دغو پټنځايونو له منځه وړل د پاکستان په سياسي ارادې پورې تړلي دي

همدا رازاسنفنديار ولي خان تیره اونی دشنبه په ورځ دچمن په علاقه کی دپښتنو دیوه مړه شوی مشر سردار جیلانی خان اځګزی دفاتحی تر مراسمو وروسته په کوټه کی له خبریالانو سره دخپلو خبرو په طرځ کی په پاکستان کې د وسلوالو طالبانو فعاليت او مذهبي افراطيت ته په پام سره وويل که وسلوال او مذهبي افراطيان د حکومت په وړاندې ګواښ نه پېښوي، د تاوتريخوالي او ترهګرۍ مخالفت کوي او په خپله خاوره کې پرديو تروريستانو ته ځاى نه ورکوي چي هغوى نه په پاکستان او نه په افغانستان کې ناکراري جوړه کړي، نو موږ ورسره خبرو اترو ته تيار يو، که نه وي نو د ترهګرۍ په خلاف جګړه به هيڅکله پرې نه ږدوادامه به ورکو

په ټول هېواد کې چي د ترهګرۍ او ورانکارۍ کومه څپه روانه ده د دې په خلاف خو هر انسان بايد وجنګېږي، يو څوک چي شعور لري هغه خو د افراطيت په وړاندې سر نه سي ټيټولاى، زه دومره وايم چي د ترهګرۍ پېښې که دوام لري، خو موږ به هم په هيڅ حالت کې د ترهګرۍ په وړاندې له جګړې څخه لاس وا نه خلو

اسنفنديار ولي خان له قبايلي سيمو څخه تر پوځي عملياتو وروسته د ځينو وسلوالو د را انتقالېدو خبر رد نه کړه، خو د امريکا له خوا په دې وروستيو کې د قبايلي سيمو غوندې په بلوچستان کې د وسلوالو طالبانو پر مرکزونو باندې د جاسي الوتکو په وسيله د احتمالي حملو خبره يې په کلکه وغندله او ويې ويل چي پاکستان د تروريزم په ضد ټول هېواد کې مبارزه پيل کړې ده

موږ تل پر خپله خاوره باندې د کوم بهرني پوځي د بوټ لګېدو غندنه کوو ، موږ خپلې خاورې ته د يو پردي هېواد د پوځ راتګ ته اجازه نه ورکوو، زه فکر نه کوم چي په بلوچستان کې دي هم د قبايلي سيمو غوندې حالات جوړ سي چي د امريکا جاسوسي الوتکې دي حملې کوي، موږ به په ګډه دا دوعا هم کوو چي خداى دي نه کوي دلته هم داسې حالات جوړ سي

اسفنديار ولي خان د کراچۍ د خرابې امنيتي وضعې په اړه هم اندېښنه څرګنده کړه او ويې ويل چي هلته ځينې ورانکاري خلک- چي هم په پښتنو کې سته او هم په اردو ژبو کې- د دې ښار د امنيت په خرابوالي کې لاس لري

ټول خلک پوهېږي چي څوک هدف ګرځي خو دا چي څوک يې کوي دا يوه معجزه ده، په کراچۍ کې عمده ستونځه دا ده چي پښتو ژبي هدف ګرځي مسووليت يې پر متحده قومي غورځنګ ور اچول کېږي او چي اردو ژبي هدف ګرځي نو پړه يې پر عوامي نېشنل ګوند ور اچول کېږي، خو زه وايم دغه دواړه ګوندونه به د پيپلز ګوند په شمول سره کښېني او دا فيصله به کوي چي کراچۍ بايد بيرته د اتيايمو مېلادي کلونو خونړيو حالاتو ته ور ونه ګرځوي، او که څوک په لوى لاس د دې ښار د خلکو ژوند تريخول غواړي نو دا به نه يواځې د کراچۍ بلکې د ټول پاکستان لپاره بدې نتيجې ولري، کراچۍ د پاکستان د ټولو قومونو يو ګډ ښار دى.پای


December 5th, 2010


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
مسایل بین المللی